د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د سمنګان له والي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۴:۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د سمنګان له والي ښاغلي مولوي عبدالاحد فضلي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ارزښت او د دغې ادارې د برنامو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د لاسته راوړنو او پلانونو په هکله هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د فقر له منځه وړل او د ماهر کارې ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

نوموړي د مجاهدینو د روزنیز پلان یادونه هم وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا چمتو شوی او ویې ویل، چې په تطبیق سره به یې مجاهدینو ته د عصري علومو زده کړې زمینه برابره شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز زياته کړه، چې د مجاهدينو د روزنيز پلان له مخې به دوى ته د ۱۲ او ۱۴ سندونه ورکړل شي.

له بل پلوه د سمنګان والي مولوي عبدالاحد فضلي یاد ولايت ته د ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په پرمختګ او ځان بسياينې کې ډېر مهم رول لوبوي.

ښاغلي فضلي په سمنګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ملاتړ په اړه هم ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ د محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه په عملي بڼه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د نفتي فعالیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه

د سرپل ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د تکنیشن څانګې محصلینو په یاد ولایت کې د انګوت نفتي سیمي ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نفتي فعالیتونو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په ورته وخت کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵۷
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس: د مجاهدينو روزنیزې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د ا.ا.ا رهبرۍ لوړ مقام له خوا يې تود هرکلی هم شوی.

په تخار ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغت‌غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس. . .

BACK TO NEWS