د تخار ولایت خواجه‌غار کثیرالرشتوي لېسې د زده کوونکو له لوري د عملي زده کړو لړۍ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۱:۴۲
TVETA

د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي او نظري زده کړو په چوکاټ کې فلزاتو خواصو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د فلز او فلزاتو د خواصو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د عملي فعالیتونو په ترسره کولو سره یې زده کوونکو ته د برښنا هدایت کوونکي فلزات معرفي کړل.

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS