د بلخ په انجینرۍ انسټیټوټ کې د برښنایي وسایلو د ریموټ کنټرول جوړ شوې ده

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۰:۳۰
Remote Control

د بلخ د انجینرۍ انسټیټوټ استاد نقیب الله قاری زاده د یاد انسټیټوټ د برښنایي انجینرۍ د دولسم ټولګي له زده کوونکو سره یو ځای د برښنایي وسایلو لپاره ریموټ کنټرول جوړ کړ.

دا ریموټ د وای فای له لارې کنټرولر سره نښلول کېږي او د 300 متر په واټن کې کولای شئ برښنایي وسایل بند/روښانه او کنټرول کړي.

د بلخ د انجینرۍ انسټیټوټ استاد او د یاد انسټیټوټ زده کوونکو دغه نوښت د عملي کار په ترڅ کې ترسره کړی ده.

په دې وروستيو کې د خوست تخنيکي انسټیټوټ د کمپيوټر ساينس څانګې محصل انجنير همت الله همت د ډاکټرانو او طب محصلينو لپاره يو اپلیکشن جوړ کړی دی. چې یاد اپلیکیشن د ګوګل شرکت لخوا منل شوی او اوس د ټولو لپاره د لاسرسي وړ ده.

د دغه اپلیکیشن په جوړولو سره، د طب پوهنځي " Lippincott Pharmacology " کتاب د طب څانګې محصلینو او ډاکټرانو لپاره وړیا ډول د لاسرسي وړ ده.

په بازار کې د دغه کتاب بیه تر ۲۰۰ امریکايي ډالرو پورې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS