د بادغیس ولایت د کرنې ریاست ته د یاد ولایت د کرنې انسټيټوټ د محصلینو علمی سفر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۰:۳۱
TVETA

د بادغیس ولایت د کرنې انستیتوت محصلینو په یوه علمي سفر کې د دغه ولایت د کرنې ریاست اړوند د شګوفان فارم څخه لیدنه وکړه.

لارښود استاد او ددې ریاست مسوولینو محصلینو ته د دوا شیندلو ( دوا پاشۍ)، د چای د قوریه پېژنلو او د هغې د ډولونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، چې له همدې امله د دغو ښوونیزو مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS