د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پراختیا

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۱۷
TVETA

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولی‌تخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر شمس‌الدین عبدالله، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، محترم نقیب‌الله احمدي، او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، هم حضور درلود.

دواړو لورو په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تجربو او تخصصي پوهې پر تبادلې، د ظرفیتونو پر لوړولو او د ګډو ښوونیزو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د ښوونیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د ادارې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه

د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایت‌الله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په. . .

BACK TO NEWS