د افغانستان اسلامي جمهوریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ایـران اسـلامي جمهـوریت د اسلامي آزاد پوهنتون ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کول (واحد کابل- افغانستان)

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۸:۲۹
tveta27

د تخنـیکي او مسلـکي زده کـړو د ادارې مشرې، میرمن ندیمه سـحر، د پنجشنبی ماسـپښـین د اسـلامي آزاد پوهنـتون د نـړیـوالـو چـارو مرستـیال ډاکټر علاءُ‌الـدین بورجـردي سـره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددې هوکړه لیک لاسلـیک کـولـو موخه دا ده چې د وړ، تجربه لـرونکو انسانانو اړتـیاوو پـوره کـولو لپاره د مسلکي، تخنـیکي او حـرفوی مهـارتـونو سـره د ماهرو مسلکي زده کړو لـه لارې هڅه کول؛ د تخنیکي اومسلکې زده کړو د ادارې او د اسلامي آزاد پوهنتون د دواړه اړخونو د شته علمی ظرفیتونو کـارول؛ د افغانستان په کچه یو یا څـو د تخنـیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو رامنځته کول (د دواړه اړخونو په همغږۍ سره) او د ایـران د اسـلامي جمهوریت او د هـغې د اړوندو سازمانونو له تأسیساتو، ځای او تجهیزاتو غوره استفاده کول دی.

اغـلې سحر او ښاغلي بروجردي هیله څرګنده کړه چې د دغه هوکړه لیک ګټې به ژرترژره پلي شي او دا چې نوي فرصتونه رامینځته شـي تر څو د هغه پــه کــارولـو ســره به د بیکارۍ ستونـزې حل او د فـارغیـنو کـاري وړتیـاوو په رامینځته کولو سـره بـه پـه تخنـیکي او مسلـکي زده کـړو کې عملی، ګټور او مؤثره ګام پورته شی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS