تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۳:۴۶
جلسه هماهنگی با وزارت تحصیلات عالی  اداره با

 تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه ترسره شوه.

 په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو ارتقا په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

پلاوي دغه راز د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې استادانو لوړو زده کړو وزارت په څېړنیزو پروګرامونو او عملي سیمینارونو د ګډون غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د وزارت د عملي کادرونو څيړنو په برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عملي اړتياوې په پام کې ونيسي.

 لوړو زده کړو وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS