په سرپل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د زده کوونکو او زده کړیالانو د نوښتونو نندارتون ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۰:۴۰
سرپل

د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځلو په موخه د یاد ولایت د مسلکي انسټیټونو او لیسو د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو نندارتون هم ترسره کړ.

 په دې نندارتون کې د زده کړیالانو نوښتونه نندارې ته وړاندې شول او د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی وشو.

 د نوښتګرو، ماهرو او متخصصو کارکوونکو روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو موخو څخه دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه مرکز کې د عملي روزنو د زده کړې دوام

د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، په یاد ولایت کې د یوې تر کار لاندې ودانۍ څخه د لیدنې په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د برقي مقاومتونه په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د سرپل ولايت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلینو ته د برقي مقاومتونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد محصلینو ته برقي مقاومتونو، د یوشمیر برقي وسایلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۹
Background image

د ساختمان د خط اندازۍ په برخه کې د دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د میدان وردګو ولایت اړوند دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د ساختمان د خط اچولو «خط اندازي» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د. . .

BACK TO NEWS