د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مسؤولینو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مجتمع او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.

لب‌ټېک نړیوال شرکت په نړۍ کې د ټکنالوژیکي ښوونیزو وسایلو او د عملي زده‌کړو د سیستمونو د طرحې او تولید په برخه کې یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د یاد شرکت له فعالیتونو، د ښوونیزو وسایلو د تولید له بهیر، شبیه‌سازونو او د عملي زده‌کړو له عصري ډیجیټلي سیستمونو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

همدارنګه، د دې لیدنې په څنډه کې محترم مولوي غلام حیدر شهامت د لب‌ټېک شرکت له عمومي رئیس، ډاکټر سټیون مک‌کي (Dr. Steven McKee)، سره وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ډاکټر سټیون مک‌کي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د عمومي رئیس تود هرکلی وکړ او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې یې د یادې ادارې د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو ستاینه وکړه.

ورپسې، دواړو لورو د روانو ګډو پروژو، شته ظرفیتونو او په راتلونکي کې د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د لب‌ټېک شرکت عمومي رئیس د همکاریو لپاره د شته ظرفیتونو په یادولو سره د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له ادارې سره د امکاناتو د پراختیا او ستراتیژیکو همکاریو د پراخولو په برخه کې د خپل شرکت ژمنتیا څرګنده کړه.

نوموړي همدارنګه د نوې ښوونیزې ټکنالوژۍ د لېږد، د ښوونیزو وسایلو د پراختیا او د افغان ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د غوره زمینو د برابرولو په برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسؤولینو هم په هېواد کې د عملي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د معاصرو ټکنالوژیو او د نړیوالو تخصصي شرکتونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

تمه ده، چې دغه لیدنه او خبرې اترې به د تخنیکي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا، د پوهې او ټکنالوژۍ د لېږد او په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د معیاري ښوونیزو امکاناتو د برابرولو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مجتمع او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پراختیا

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولی‌تخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

BACK TO NEWS