د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
TVETA

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ.

یاده سیالي د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د «هک او سایبري امنیت» په برخه کې ترسره شوه، چې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو د خپلو تخنیکي وړتیاوو او مهارتونو په وړاندې کولو سره وکولای شول لومړی مقام ترلاسه کړي.

د دې پروګرام مسئولینو او ګډونوالو د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو د علمي کچې، مهارتونو او کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د هغوی دغه لاسته‌ راوړنه یې وستایله.

د یادونې وړ ده چې په دې سیالۍ کې د هېواد د یو شمېر تحصیلي او ښوونیزو ادارو لکه کابل، پولی‌تخنیک، ننګرهار، غرجستان او جهان پوهنتونونو محصلینو هم ګډون کړی و.

په دې سیالۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او سایبري امنیت په برخه کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت لومړي مقام ترلاسه کول د محصلینو د علمي او تخنیکي وړتیاوو او ظرفیتونو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رئیس سید عبدالبصیر پاشا سره په یوه غونډه کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

BACK TO NEWS