د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل کړ.

د دې پروګرام موخه د مالي مدیرانو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د کاري مهارتونو پیاوړتیا او د مالي چارو د اغېزمن ترسره کولو لپاره د هغوی د وړتیاوو لوړول بلل شوې ده.

د دغه روزنیز پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، مفتي فضل‌الرحمن فاضل، د اداري او مالي چارو د بهیرونو د ښه والي لپاره د مالي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د مالي او اداري چارو مرستیال وویل، د مالي کارکوونکو د مسلکي پوهې او مهارتونو پیاوړتیا د مالي او اداري بهیرونو په ښه والي او د اړوندو چارو په اغېزمن ترسره کولو کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه، تمه ده چې ګډونوال په دې پروګرام کې له وړاندې شویو مطالبو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو دندو او مسئولیتونو کې په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

ګډونوالو د دې روزنیز پروګرام له جوړېدو څخه هرکلی او مننه وکړه او ویې ویل چې د ظرفیت لوړونې د ورته پروګرامونو جوړول د چارو په ښه والي کې مهم او اغېزناک دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رئیس سید عبدالبصیر پاشا سره په یوه غونډه کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

BACK TO NEWS