د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول.

دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې پکې یو شمېر کارکوونکي د غوره لاسته راوړنو له امله مخکښ وپېژندل شول.

د ارشاد او دعوت ریاست وایي چې د دې پروګرام موخه د کارکوونکو لا زیات تشویق او هڅونه ده.

په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال محترم شیخ نوراحمد حقاني د تصدیق‌نامو او جایزو د وېش پر مهال د دیني او عقیدوي زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي نظام مکلف دی څو خلکو لپاره د ښه ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او مسؤلان په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي.

هغه همدارنګه د اسلامي احکامو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ټول ښاریان باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS