د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو له لوري د خیدک پروسس او تولید

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۳۷

د کابل ولایت اړوند چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

دغه راز لارښود استاد په همدې درسي جلسې کې نوموړو ته د پنیر د ارزښت او د مستو، قیماق او غوړي پروسس کولو په شمول د بیلابیلو لبني محصولاتو د تولید او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه توضیحات وړاندې کړل.

همداراز زده کوونکو هم په یادې درسي جلسه کې خپل نظرونه او پوښتنې له اړونده استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS