د فراه ولایت بالابلوک کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو ته د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۷

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د مایکروسکوپ، او د مایکروسکوپ د اجزاوو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي تر څو محصلین له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS