د میدان وردګو ولایت مرکز بهسود کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو لخوا د عملي روزنو زده کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۴۷

د میدان وردګو ولایت مرکز بهسود کثیرالرشتوي انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کونکو ته د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کانکریټ اچولو په اړه عملي روزنه وکړل شوه.

په دې درسي جلسه کې ، زده کونکو د استاد تر څارنې لاندې او د کانکریټ په برخه کې د ګډو فعالیتونو په ترسره کولو سره د کانکریټ اچولو معیاري او استندرده طریقه زده کړه.

همدارنګه، په دوام کې لارښود استاد نوموړو ته د کانکریټ د اجزاو په اړه لکه شګه، جغل، سمنټ او مخلوط کولو په برخه کې مفصل توضیحات وړاندې کړل.

د عملي زده کړو اهمیت ته په پام سره، ۶۰ سلنه زده کړې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې په عملي ډول وړاندې کېږي، دغه زده کړې د زده کونکو د حرفوي مهارتونو په ښه کولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړې پروسه  لا زیاته پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS