د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون او د هیواد د یو تن دیني عالم شیخ راز محمد مستغفر په وینا ترسره شوه.

شیخ راز محمد مستغفر په دې درسي ناسته کې د عصري او دیني علومو د حاصلولو د اهمیت او ارزښت په اړه بحث وکړ.

نوموړي وویل چې نن ورځ هیواد مسلکي او متخصصو کسانو ته اړتیا لري. هغه دا هم زیاته کړه چې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړه هم اړینه ده او د ټولنې په پرمختګ او سږکالۍ کې مهم رول لوبوي.

په ورته وخت کې، شیخ مستغفر د ددې اصلاحي پروګرام له ګډونوالو وغوښتل چې شفقت، مهربانۍ او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو مسلمانو وروڼو سره د په غوره اخلاقو سره چلند وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه په اونۍ کې یو ځل د ارشاد او دعوت ریاست لخوا ترسره کیږي، چې په یادې ناسته کې پر مهمو عقیدتي مسایلو بحث کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS