په نیمروز ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړو زده کړو یو باب لېسه پرانیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۵۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په نیمروز ولایت کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړو زده کړو یو باب لېسه جوړه کړه.

ددې مرکز په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس او د نیمروز مرستیال والي په شمول یو شمیر نورو سیمه ایزو مقاماتو هم ګډون درلود.

دا ښوونیز مرکز د نیمروز ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت په چوکاټ کې د امیر المومنین حفظه‌الله د فرمان او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د دوامداره هلو ځلو پر بنسټ جوړ شو. چې موخه یې په ټولنه کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مساوي ښوونیزو فرصتونو برابرول، د ظرفیت لوړول او د هغوی پیاوړتیا ده.

د نیمروز ولایت مرستیال والي ددې لیسې په پرانیست غونډه کې د وینا پرمحال د دیني او عصري علومو د ترویج پر ارزښت ټینګار وکړ.

په وروستیو کلونو کې، د ټولنې ټولو قشرونو، په ځانګړي توګه معلولیت لرونکو کسانو لپاره د حرفه‌اي او مسلکي زده کړو د زمینې برابرول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

په نیمروز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسؤلینو په وینا، د معلولیت لرونکو کسانو ته د ځانګړو زده کړو لیسې جوړول د ټولنې د محرومو قشرونو ترمنځ د مهارتونو او د سواد کچې د لوړولو لپاره د یو جامع پروګرام برخه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS