د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د یاوان او راغستان تخنیکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۲۹

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د خپل سفر په دوام کې د بدخشان ولایت د یاوان او راغستان ولسوالیو له تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

نوموړو په دې لیدنه کې له سیمه ییزو چارواکو، علما کرامو او مشرانو سره هم وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د سیمه ییزو مشرانو او مسؤلینو سره د دې پلاوي د لیدنې محور، د بدخشان ولایت په راغستان او یاوان ولسوالیو کې د نویو ښوونیزو څانګو جوړول دي.

په ورته وخت کې، د یاوان او راغستان ولسوالیو مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په ټولو برخو کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره همکاري کوي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د کار بازار د اړتیاو سره سم نوې ښوونیزې څانګې رامینځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS