د میدان وردگو ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۸:۴۶
TVETA

د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو، استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو شپږ ورځنی سیمینار ترسره کړ.

په یاد ښوونیز سیمینار کې ۳۲ تنه استادانو او تدریسي مدیرانو ګډون درلود، چې د ۶ کاري ورځو په موده کې به نوموړو ته د څارنی او ارزونې عمومی مدیریت له لوری د تدریس کیفیت په اړه روزنه ورکړل شي.

د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، د دې ښوونیز سیمینار د ترسره کولو څخه یې موخه تدریسي برخو او چارو کې د دې ولایت د ښوونیزو مرکزونو د تدریسي مدیرانو او استادانو د ظرفیت لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت تل هڅه کوي چې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په لاره اچولو سره د خپلو کارمندانو د پوهې او پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS