د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه مرکز کې د عملي روزنو د زده کړې دوام

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۸
TVETA

د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، په یاد ولایت کې د یوې تر کار لاندې ودانۍ څخه د لیدنې په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د " سیخبندۍ، قالب بندۍ او زینه کشي په شمول د بیلابیلو ساختمانی چارو" په اړه په عملي او نظري شکل روزنه ورکړل شوه.

دغه راز د روزنې په جریان کې، محصلینو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.

عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، دغه زده کړې د زده کونکو هڅونه او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS