د مالي او اداري چارو مرستیال د بغلان ولایت له مقاماتو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۶:۳۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ یوه پلاوي د خپل د سفر په دوام کې بغلان ولایت ته سفر وکړ.

د دې سفر په ترڅ کې، نوموړي پلاوي د بغلان ولایت له مقام سره وکتل او په دې کتنه کې یې د زون په سطحه د تخنيکي اومسلکي زده کړو رياست د فعاليدو پرڅرنګوالي بحث وکړ.

په ورته وخت کې، دغه پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دیاد ولایت د یو شمیر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه څارنه وکړه او محترم مفتي فاضل د هغوی د ستونزو او ننګونو په برخه کې د رسیدګۍ او همکارۍ ژمنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د مالي او اداري چارو مرستیال تر دې وړاندې بدخشان او تخار ولایتونو ته سفر کړی او په یاد شویو ولایتونو کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه څارنه هم ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS