د « حصه اول کوهستان » کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له لوري د فوټسال سیالیو بهاري تورنمنت پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۳

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د زده کونکو ترمنځ د غوره ښوونیز چاپیریال رامینځته کولو او د ورزشي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د " د زده کوونکو څخه د ملاتړ" تر عنوان لاندې د فوټسال سیالیو بهاري تورنمنت پیل کړ.

په دې سیالیو کې، د یاد ښوونیز مرکز د کرنې او وترنرۍ څانګو اړوند د انستیتوت او لیسي دورو څخه یو شمیر لوبډلو برخه اخیستې.

د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت سره په هماهنګۍ پیل شوی او د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې محصلینو ته غوره او مناسب ښوونیز چاپیریال رامینځته کړي، ترڅو د نوموړو د ودې او ظرفیت لوړولو په برخه کې غوره زمینه برابره شي.

دا سیالۍ د زده کوونکو د ټولنیز او فزیکي مهارتونو د لوړولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هڅو یوه بیلګه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS