د کاپيسا ولایت اړوند «حصه دوم کوهستان» تخنیکي انسټيټوټ محصلینو د ګلبهار سب اسټيشن څخه ليدنه وکړه

د کاپيسا ولایت اړوند «حصه دوم کوهستان» تخنیکي انسټيټوټ د بريښنا څانګې محصلينو د ګلبهار سب اسټيشن له بېلابېلو برخو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
نوموړو د ګلبهار سب اسټیشن د قدرت ترانسفارمرونو، بریکرونو او دیسکنکتورونو په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
په همدې حال کې د برق څانګې استاد په دغه علمي سفر کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.