د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته برښنا په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۲
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې د برښنا څانګې، دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ولایت په سلطان غازي بابا برښنایي شبکه کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د برښنا په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد در درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د « ۴۰۰ ولټه برقي شبکې او همدارنګه د برق لوړو فازونو » په اړه په مفصل بڼه توضیحات وړاندې کړل.

ښکاره ده چې عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته دکار په بازار کې دنده ترلاسه کړي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS