د میدان وردګو ولایت سیداباد کرنې مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۴۰
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند سیداباد کرنې مسلکي لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د حیواني او نباتي حجراتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د حیواني او نباتي حجراتو د جوړښت او داخلي اجزاوو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د کارکوونکو د تشکیلاتي وضعیت او ګومارنو په اړه آنلاین غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو رئیس، محترم مولوي شاکرالله الکوزي، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمرینو سره په یوه آنلاین غونډه کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د ادارې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

BACK TO NEWS