د مالي او اداري چارو مرستیال د چارو ادارې له مسؤلینو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د یوې غونډې په ترڅ کې د چارو ادارې د اداري پروسو د ساده سازۍ له رییس ښاغلي بریالي ابدالي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې ناسته کې، دواړو خواوو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د مالي او تدارکاتي پروسو د ساده سازۍ په اړه بحث وکړ.

دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل، او پریکړه وشوه چې په دې برخه کې باید یو ګډ ټیم خپل کار پیل او د خپلو کړنو ګزارشونه له مسؤلینو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د چارو ادارې په همکارۍ لسګونه اداري پروسې ساده شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS