د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۴

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یادې ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤلینو هم حضور درلود.

د غونډې په پيل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

همدا راز د غونډې په دوام کې د آجندا سره سم د یادې غونډې غړو د نوښت د طرحې تدوین او د څارنې ارزونې ریاست تخنیکي کمیټې رهنمودونو او همدارنګه د اکاډمیک چارو د انسجام بورد لایحې د تائیدۍ په اړه بحث وکړ او په دې برخه کې یې خپل نظریات شریک کړل.

د اکاډمیک بورډ په نننۍ غونډه کې پر یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې. ښاغلي مولوي غلام سعید احساس دغه راز  د لا سمو اجرااتو په موخه په دې برخه کې لازمي هدایات هم وړاندې کړل. او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS