د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۷

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه.

یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د غوره ښوونیز چاپیریال د رامینځته کولو په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې، په پکتیا ولایت کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو د پیژندنې او سروې کولو د څرنګوالي  په برخه کې د ناروې کمېټې د فعالیتونو د پیل په اړه هم بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې د ناروې کمیټه، د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ځانګړو زده کړو په شمول په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS