د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ دویم کنفرانس جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۲

له خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همغږۍ او مشارکت دوهم کنفرانس په  انټر کانټیننټل هوټل کې جوړ شو.

یاد پروګرام به دوه ورځې دوام وکړي او په دې پروګرام کې به ګډونوال د خصوصي سکټور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همغږۍ او مشارکت پر څرنګوالي بحث وکړي.

د یاد کنفرانس د پرانېستې په مراسمو کې یو شمېر حکومتي مقاماتو او همدارنګه د خصوصي سکټور استازو ګډون او ویناوې یې هم وکړې.

د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس وینا وکړه او ویې ویل چې د فقر له منځه وړل او د کار بازار لپاره د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو موخو څخه دي.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خصوصي سکټور د مشارکت په اړه هم توضیحات وړاندې کړل.

محترم مولوي احساس څرګنده کړه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده چې د خصوصي سکټور د سفارشاتو او اړتياوو سره سم مسلکي او ماهر کسان وروزي او د نوموړو اختیار ته یې وړاندې کړي .

د غونډې په دوام کې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خصوصي سکټور د مشارک پر ارزښت ټينګار وکړ.

ويناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي اړینه ده او دا همغږي او مشارکت بايد لا پياوړي شي.

د یاد پروګرام په دویمه برخه کې، بیلابیل تخنیکي او مسلکي ډلو د ډله ایز کار په ترسره کولو سره هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د خصوصي سکتور د مشارکت پر څرنګوالي بحث او نظرونه تبادله کړي.

دغه کنفرانس به سبا سه‌شنبه هم دوام وکړي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د خصوصي سکتور د همغږۍ او مشارکت په اړه بحث وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د ننګرهار ولایت د تخنیکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په یاد ولایت کې د یو شمیر تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو وضعیت له نږدې ولیده او وڅیړه. دغه پلاوي د تخنیکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څارنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې د یوه پلاوي په ملتیا ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی. نوموړي د مشرقي ولایتونو د تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د جوزجان ولایت له والي سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د جوزجان ولایت له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل. په دې. . .

BACK TO NEWS