دیدار مولوی غلام حیدر شهامت از دارالعلوم « احیاء السنة شکیبان» هرات

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۴۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د « احیاء السنة شکیبان» له دارالعلوم څخه ليدنه وکړه.

په دغه کتنه کې نوموړي د دیني علومو د دغه مرکز له زده کوونکو او مهتمم سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د « احیاء السنة شکیبان» دارالعلوم له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې د ديني علومو ښوونيز مرکزونه د اسلامي امت په روزنه کې رغنده رول لوبوي.

په دې غونډه کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وشوې او مولوي شهامت ژمنه وکړه، چې حکومت په هېواد کې له علمي مرکزونو څخه ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او ورسره مل پلاوى یې په هرات ولايت کې حضور لري.

هرات ولایت ته د نوموړو د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو او علمي مرکزونو ستونزو او اړتیاوو ته رسیدګی او هوارول ویل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS