د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار ولایت سپین بولډک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه څارنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۰:۵۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د کندهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د خپلو ليدنو په دوام د یاد ولایت د سپين بولډک ولسوالۍ له کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه.

د لیدنې په ترڅ دغه پلاوي د سپین بولډک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ ټولې ستونزې او ننګونې وڅېړلې او په یاد ښوونیز مرکز کې د عملي زده کړو د پلي کېدو د څرنګوالي په برخه کې یې هم څارنه وکړه.

په همدې حال کې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس د دغه مرکز له کارکوونکو او زده کوونکو سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې مسلمانان بايد خپل سلوک او کړنې دا سلام د سپيڅلي دين له اصولو سره سم اعیارې کړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS