د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو (۶) تفاهم لیکونه لاسلیک شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۵۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د حکومت د رسنیو په مرکز کې له د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

په دغو ادارو او بنسټونو کې د کورنیو چارو وزارت، د زندانونو چارو د سمون اداره، د علومو اکاډمۍ، اسلامي بانک او ملي بانک شامل دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه پروګرام په ترڅ کې د دغو تفاهم لیکونو د لاسلیک پر اهمیت خبرې وکړې.

محترم مولوي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي، چې له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره خلکو ته د  ښه ژوند لپاره شرایط برابر کړي.

نوموړي په ورته وخت کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په اړه وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې محبوسینو ته د زده کړو ټولې زمينې برابروي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د نورو تفاهم ليکونو په اړه هم توضیحات ورکړل او زياته يې کړه چې د علومو اکاډمۍ سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره به په هېواد کې د کاربردي علومو د څېړنو زمينه مساعده شي.

د یاد پروګرام په بله برخه کې محترم مولوي غلام حیدر شهامت له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۲
Background image

د لغمان ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د ودانۍ سیم‌ غځونې په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د ودانیو سیم‌ غځونې د څرنګوالی په اړه عملي زده کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د عملي مهارتونو زده‌کړې په موخه د لارښود استاد تر څارنې لاندې په. . .

BACK TO NEWS