د کابل تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او چهاراسیاب سیمه ییزو مسوولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۵:۱۲
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت چهاراسیاب ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لورو د محصلینو لپاره د عملي کارونو زمینې د برابرولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

دغه راز د کابل ولایت تخنیکي او مسلکي آمر د چهاراسیاب انسټیټوټ یو شمېر ستونزې او ننګونې هم د یاد ولایت له سیمه ییزو مقاماتو سره شریکې کړې.

په همدې حال کې د چهاراسیاب ولسوالۍ سیمه ییزو مقاماتو د کابل ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت سره د هر اړخیزې همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS