د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د ایران اسلامي آزاد پوهنتون سره ناسته ترسره کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۵۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو د «ایران آزاد پوهنتون د افغانستان څانګې» له یوه پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې په هرات ولايت کې د ګډ څيړنيز مرکز د جوړولو د څرنګوالي په ګډون په بيلابيلو مسائلو خبرې وشوې.

دواړو لورو خپل نظرونه سره شریک کړل او پریکړه وشوه چې دواړه بنسټونه به په هرات ولایت کې د یوه ګډ څیړنیز مرکز د جوړولو پر پروژې کار پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملی ادارې رهبري هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د بېلابېلو موسسو او بنسټونو د جذب له لارې د زده کړو کيفيت لوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS