مولوي غلام حیدر شهامت د وایګل انسټيټوټ د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۰:۰
TVETA

د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو په فراغت غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په دې مراسمو کې محصلينو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ یې زیاته کړه چې له فراغت وروسته نوموړي محصلین د هېواد پر وړاندې ډېر مسووليتونه لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست دغه راز زياته کړه چې تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېواد د پرمختګ به برخه کې مهمې دي او ځوانان بايد له دې زده کړو څخه د افغانستان د پرمختګ او ودې په برخه کې استفاده وکړي.

نورو ويناوالو هم په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او له فارغانو يې وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS