د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست نورستان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۳۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ نورستان ولايت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د حکومت د رسنیو مرکز مشر ښاغلی مولوي نعیم الحق حقاني هم حضور لري.

نورستان ولايت ته د دغه پلاوي د سفر موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د پرانستلو په اړه له ځايي مسولینو سره خبرې کول دي.

نوموړو نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د محصلینو لپاره دوه ښوونیز مرکزونه او یو څیړنیز فارم افتتاح کړ.

د دې ترڅنګ، محترم مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي یې د نورستان ولایت له والي سره هم وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS