د ارشاد او دعوت ریاست د نیما د ادارې او مدیریت په انسټيټوټ کې اصلاحي غونډه جوړه کړه.

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۵:۴۲
TVETA

په یادې ِونډه کې د ارشاد او دعوت رئیس ښاغلي نجم الدین حقاني د اسلام په دین کې د علم د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې د علم پر ارزښت او زده کړې ډیر ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه راز د ديني او معاصرو علومو زده کړه د هېواد د پرمختګ لپاره ارزښتناکه وبلله او د دغه انسټيټوټ  محصلين يې وهڅول تر څو د ديني او عصري علومو زده کړې وکړي.

په همدې حال کې ښاغلي نجم الدین حقاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کارکوونکي او محصلین باید د وطنپرستۍ او اسلامي عقیدې په روحیه وروزل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې محصلین او کارکوونکي مکلف دي، چې د اسلامي شریعت سره سم خپل سیرت او صورت جوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS