د سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملی زده کړو بهیر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۹
TVETA

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې زده‌کوونکو  ته د برښنایي وسایلو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

په دې درسی جلسه کې دوی ته د برښنا د میترونو، فیوزونو او سویچونو د ډولونو په اړه زده کړه ورکړل شوه همدارنګه لارښود استاد په دې برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د یاد مرکزونو فارغانو ته لاره هواروي تر څو در فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د دې ادارې په تعليمي مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۱۱
Background image

په «ایکو ریټ» ساختماني لابراتوار کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د ساختمانی څانګې محصلينو په « ایکوریت» لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني موادو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه. همداراز د درس په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اجرائیه مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، په یادې اداره کې د کاري چارو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښار د تخنیکي زده کړو مرکزونو تدریسي مأمورینو او د مرکزي هستې اجرائیوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۳
Background image

د « حصه اول کوهستان » کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له لوري د فوټسال سیالیو بهاري تورنمنت پیل شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د زده کونکو ترمنځ د غوره ښوونیز چاپیریال رامینځته کولو او د ورزشي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د " د زده کوونکو څخه د ملاتړ" تر عنوان لاندې. . .

BACK TO NEWS