د کاپیسا د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۸:۳۴
TVETA

د کاپیسا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته په دغه ولایت کې د حیوانی درملنې یو مرکز ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د حیواني ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه.

له بلې خوا د حیواني کلینیک مسؤل او لارښود استاد محصلینو ته د څارویو د ناروغیو د تشخیص او په څارویو کې د سیروم د تطبیق د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS