د پنجشېر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۲۴
TVETA

د پنجشیر ولایت د مجاهدینو لپاره د اداري او مدیریت روزنیز پروګرام د دغه ولایت د یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پیل شو.

په دې مراسمو کې ویناوالو ټینګار وکړ چې مجاهدین باید د علم د حاصلولو لپاره له شته فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

په همدې حال کې دپنجشير ولايت د امنیې قومندان په دې مراسمو کې وويل چې اسلامي نظام دکارکوونکو مسلکي کولو او ظرفيت لوړولو ته ژمن دى

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له لوري د مجاهدينو د روزنيزې طرحې د چمتو کولو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د دغې طرحې پلي کېدل د هغو مجاهدينو لپاره چې د زده کړو د دوام څخه پاتي وي ډېر ارزښتناک خدمت دی.

دپنجشير ولايت دپوهنې رييس په دې مراسمو کې وويل چې د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته څه ناڅه ١٥٠ تنه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ادارې او مديريت د زده کړې په موخه شامل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS