د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۴:۱۰
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د کارکوونکو په ګډون او د دې ادارې د پروګرامونو د څيړنې او کيفيت د تضمين رئيس ښاغلي سيد محسن سادات په وينا جوړه شوه.

 په یاد پروګرام کې نوموړي د روژې د مبارکې میاشتې او په دې میاشت کې د قرآن عظیم الشان د تلاوت پر فضیلت خبرې وکړې.

  ښاغلي مفتي سادات څرګنده کړه چې قرآن کریم د خیر او برکت کتاب دی او شرط یې د قرآن پیروي او په قرآن عمل کول دي.

 په همدې حال کې د پروګرامونو د څيړنې او د کيفيت د تضمين رييس وويل چې قرآن کريم د حق او باطل د توپير وسيله ده.

د غونډې په پای کې نوموړي په دغه پروګرام کې له ګډون کوونکو غړو وغوښتل چې د قرآن کریم تلاوت وکړي، عملي یې کړي او نورو خلکو ته یې ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS