د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۹:۵۶
tveta

د میدان وردګ ولایت، چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ چې د جګړو له امله ویجاړ شوی و، د بیا رغونې چارې یې پای ته ورسېدې.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي آمر ښاغلي حکمت الله حکمت په وینا د چک د کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۸۰۰ مترمربع بام ترمیم او ایزوګام کړل شوی دی.

همدارنګه د زده کړې د دغه مرکز صنفونو ته د بخاریو دودکش هم نصب شوي دي.

له دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له دغه مرکز څخه د لیدلو په وخت کې مسؤلینو ته لارښوونه کړې وه چې د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ بېلابېلې برخې جوړې او ترمیم کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال د بغلان ولایت له مقاماتو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ یوه پلاوي د خپل د سفر په دوام کې بغلان ولایت ته سفر وکړ. د دې سفر په ترڅ کې، نوموړي پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو له لوري د سړک سروې او براورد!

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې زده کونکو د یو علمي سفر په پار د یاد ولایت اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) لیسې ته لاړل. نوموړو د دې علمي سفر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۱۱
Background image

په «ایکو ریټ» ساختماني لابراتوار کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د ساختمانی څانګې محصلينو په « ایکوریت» لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني موادو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه. همداراز د درس په. . .

BACK TO NEWS