د ولایتونو د نظارت مسؤلینو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام پای ته ورسېد

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۴:۱۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د ولایتونو د نظارت مسؤلینو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام، چې یوه اونۍ مخکې جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

د دغه روزنیز پروګرام په پای کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه په حضور او وینا سره مراسم جوړ شول.

د دغه مراسمو په پیل کې، ښاغلي ډاکټر محمود عرب د ګډون کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او د ولایتونو د نظارت د غړو ځینې وړاندیزونه او ستونزې یې شریکې کړې.

د مراسمو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په خپله وینا کې د نظارت د کارونو په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ولایتونو د نظارت غړي مکلف دي چې د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د ټولو چارو نظارت وکړي.

ښاغلي مولوي احساس زیاته کړه چې د نظارت د غړو راپور ورکول په تصمیم نیولو کې اساسي رول لري، باید په دقت او بشپړ شفافیت سره ترسره شي.

همدارنګه په دغه ناسته کې الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس هم وینا وکړه، نوموړي په هېواد د ملکیت حس، پرمختګ او آبادۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت زیاته کړه چې د نظارت په چارو کې صداقت ډېر اړین دی او مسؤلین باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په عملي زده کړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ولایتونو تخنیکي آمرین باید په ولایتونو کې له بېلابېلو برخو سره د زده کړیالانو د عملي کارونو ترسره کولو لپاره هوکړې وکړي.

دغه مراسم، ګډون کوونکو ته د تصدیق نامو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS