د لغمان قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لغمان ولایت ته په خپل سفر کې د قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت  وڅېړه.

دغه پلاوي د صنفونو او  زده کړیالانو له عملي کارونو لیدنه وکړه.

مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه لیدنه کې د زده کړیالانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، او د حل لارو وعده یې ورکړه.

ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي د سفر موخه په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو او مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کول ګڼل شوي دي.

مخکې هم دغه پلاوي د پروان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو ته سفر کړی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS