د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هرات له والي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۵:۳۱
tveta

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په یورسمي سفر کې هرات ولایت ته لاړ، او د دغه ولایت له والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د دغه خبرو اترو محور په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو مرکزونو د ستونزو حل کول و.

د دې ترڅنګ، دواړو لورو د مجاهدینو د روزنې د طرحې په عملي کولو خبرې او بحث وکړ.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغه سفر کې د لاسته راوړنو او د هرات ولایت د خلکو ستونزو حل کولو ته په اشارې سره وویل په نږدې راتلونکي کې د هرات ولایت « اسلام قلعه او تورغونډۍ» سیمو کې دوه انستیتونه جوړیږي.

د دغه ناستې په ادامه کې د هرات والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو سرپرست ته ښه راغلاست ووایه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو یې ستاینه وکړه.

د هرات والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د مجاهدینو روزنې د طرحې ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS