د مولوي غلام حیدر شهامت د پوهنې وزارت د رئیسانو په ورکشاپ کې وینا وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۵:۴۰
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د "د چارو ښه همغږي او د تجربو شریکولو" په ورکشاپ کې ګډون او وینا وکړه.

د دغه ورکشاپ د جوړیدو موخه د پوهنې وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو ترمنځ همغږي یاده شوې دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ورکشاپ د پرانستلو په مراسمو کې د وينا پر مهال د چارواکو ترمنځ همغږي او د تجربو تبادله مهمه وبلله.

په دغې ناسته کې ښاغلي مولوي شهامت د پوهنې وزارت له رئیسانو څخه وغوښتل، چې د چارو د ترسره کولو په برخه کې دې په مسوولانه ډول پاملرنه وکړي او د کارونو په تطبیق کې دې له غفلت څخه ډډه وکړي.

د پوهنې وزارت د "د چارو ښه همغږي او د تجربو شریکولو" ورکشاپ د ریاست الوزرا  د اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د یو شمېر دولتي وزارتونو د وزیرانو په حضور او وینا ترسره شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS