د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۳:۲۵
د ظرفیت لوړونې ورکشاپ

د افغانستان د ارزونې او څېړنې مؤسسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره کړ.

په دغې برنامې کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۱۶ تنو کارکوونکو برخه اخیستې وه او دوی ته د "افغانستان د ارزونې او څېړنې مؤسسې" له خوا په عملي بڼه د څېړنې میتود په اړه روزنه ورکړل شوه.

دغه راز دغه ورکشاپ دوه ورځې دوام وکړ او په پای کې د دغې مؤسسې له خوا ګډونوالو شاوخوا سل ټوکه کتابونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د ارزونې او څیړنې مؤسسې ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره به نورې برنامې په لاره واچوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS