د پغمان کثیرالرشتوي انسټیټوټ د حرفوي برنامو د زده کوونکو فراغت غونډه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۱:۳۱
tveta

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د حرفوي زده کړو د زده کوونکو د فراغت مراسم ترسره شول.

په دغې برنامې کې د موبايلونو ترميم او خياطي شامل دي چې ١٥٠ تنه زده کوونکي ترې فارغ شول.

 په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئيس مولوي عصمت الله منير، د متعلمینو او محصلینو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله قاسمي او د کابل تخنيکي آمر رفيع الله حبيبي هم حضور درلود.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئيس په دغو مراسمو کې په خپلو خبرو کې وويل، چې حرفوي برنامې د اقتصاد د ودې او پر ځان بسياينې لپاره ډېر اړين دي. نوموړي زیاته کړه، تخنیکي حرفې د پیغمبرانو میراث دی.

نورو ویناوالو هم د کورنیو اقتصادي ودې او پرځان بسیاینې لپاره د حرفوي زده کړو رول مهم وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS