د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د سمنګان له والي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۴:۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د سمنګان له والي ښاغلي مولوي عبدالاحد فضلي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ارزښت او د دغې ادارې د برنامو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د لاسته راوړنو او پلانونو په هکله هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د فقر له منځه وړل او د ماهر کارې ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

نوموړي د مجاهدینو د روزنیز پلان یادونه هم وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا چمتو شوی او ویې ویل، چې په تطبیق سره به یې مجاهدینو ته د عصري علومو زده کړې زمینه برابره شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز زياته کړه، چې د مجاهدينو د روزنيز پلان له مخې به دوى ته د ۱۲ او ۱۴ سندونه ورکړل شي.

له بل پلوه د سمنګان والي مولوي عبدالاحد فضلي یاد ولايت ته د ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په پرمختګ او ځان بسياينې کې ډېر مهم رول لوبوي.

ښاغلي فضلي په سمنګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ملاتړ په اړه هم ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۲۷
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوی انسټیټوټ زده کوونکو ته د ساختمان په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په. . .

BACK TO NEWS