رفیع الله حبیبي د کابل ولایت د تخنیکي آمر په صفت معرفي شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۴۱
Kabul

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د نوي آمر په صفت د رفیع الله حبیبي د معرفي کولو مراسم د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د آمرینو په حضور کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس مفتي سید احسان الله قاسمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ویاند نجیب الله امین هم حضور درلود.

د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس د ښاغلي حبيبي د پخوانيو کړنو د ستايني په ترڅ کي وويل چي د کابل ولايت په تخنيکي آمریت کي تغیرات د کارونو د ښه والي په موخه ترسره شوې دي.

 ښاغلي قاسمي هم دنده یو مهم مسؤلیت وباله او ویې ویل چې باید دغه مسؤلیت په سمه توګه ترسره شي.

نوموړي دغه راز د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو رول مهم وباله او د هېواد د بچیانو لپاره یې د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ویاند نجیب الله امین د ښاغلي حبیبي د تېرو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغه ته یې د خدای له درباره په نویو کارونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

په دوام کې د کابل نوی تخنيکي آمر رفيع الله حبيبي خبرې وکړې او د کابل ولايت له تخنيکي او مسلکي آمرینو څخه يې وغوښتل چې د خپلو دندو په سرته رسولو کې د لوى خداى (ﷻ) د رضايت په خاطر هلې ځلې وکړي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د هېواد د بچیانو روزنه یو ډېر مهم مسؤلیت دی او په دې برخه کې ناغیړې لوی خیانت ګڼل کېږي.

 په دوام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرینو په دغې ناسته کې خپلې ستونزې او ننګونې شريکې کړې او مسئولينو يې د ستونزو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

پخوا رفیع الله حبیبي د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ آمر په صفت دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS